
د حج په مراسمو کې د سعودي عربستان د پاچاهۍ د چارواکو لخوا په دې ټينګار شوی دی، چې له زیارت کوونکو سره دې مرسته وشي.
په دې لړ کې یو داسې انځور هم د خلکو پام ځانته ور اړولی، چې يو امنيتي افسر د مهربانۍ له مخې یو ماشوم په غیږه کې پورته کوي، تر څو وکولی شي چې د خدای کور ښکل کړي.
د حج بیت الله په مراسمو کې د زیاتره کسانو هڅه دا وي، چې په دې وتوانيږي چې د خدای کور ته ځان ورنږدې کړې او ښکل يې کړي، چیرې چې حجرالاسود دی.