
په مسکو کې د انټرنت د ازادۍ لپاره په مظاهره کې پولیسو ګڼ شمېر کسان نیولي دي.
پولیسو هغه کس هم نیولی دی چې پر کمیس یې لیکلي وو پوتین تر هټلر هم بدتر دی او تر څنګ یې نور کسان هم ورسره نیول شوي.
په یاد لاریون کې شاوخوا زرو کسانو ګډون کړی و چې ځینو یې همجنسبازانو، اجړاګانو او دریم جنس ته د مساوي حقونو غوښتنه هم کوله.
له بلې خوا لاریون کوونکو د هغو کسانو د خوشي کیدلو غوښتنه هم کوله چې د په انټرنټ کې د افراطي موادو په خپرولو تورن وو او بندیان شوي وو.