عراقي ځواکونه د تلعفر ښار مرکز ته ننوتي دي

د عراق د ګډو عملیاتو ځواکونو قوماندانۍ تیره ورځ د اګسټ په ۲۶ مه خبر ورکړی، چې ځواکونو يې د د داعش نه ډيرې سيمې نيولې او د تلعفر ښار مرکز ته رسيدلي دي.
جنرال عبدالرشید یارالله د عملیاتو قوماندان ويلي، چې دوی د تاریخي کلا او البساتین سيمې د داعش له ولکې نه بهر کړي او د عراق بیرغ يې ورباندې ځړولی دی.
د یادونې ده، چې د عراق امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د داعش پر وړاندې ډیرې بریاوو درلودلې او مهم ځایونه او ښارونه يې بیرته له داعش نه نیولی او په تلعفر کې هم د دغه ډلې جنګیالي یوازې د ښار په شمال کې لا شته.