پاکستان وایي د وګړو شمېر یې ۲۰۷ ملیونو ته رسیدلی

د پاکستان د سرشمېرنې ادارې خبر ورکړی دی چې د یاد هیواد د وګړو شمېر ۲۰۷ ملیونه تنو ته رسیدلی دی.
دا د یادې ادارې د سرشمېرنې لومړنۍ پایلې دي چې اعلان شوې.
پاکستان وایي چې که دا شمېر په نهایي پایلو کې هم سم وي نو پاکستان به د نفوس له مخې د نړۍ ۵ هیواد وي چې له برازیل څخه به یاد مقام خپل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او له ډیورنډ کرښې ها خوا پښتانه او بلوچ له پاکستان سره د ډیورنډ تپل شوې کرښه نه مني چې په دې سربېره پاکستان په خپله سرشمېرنه کې پښتانه او بلوچ هم شمېرلي دي او یاد رقم یې وړاندې کړی دی.
په پاکستان کې له دې مخکې وروستۍ ځل سر شمېرنه په ۱۹۹۸ میلادي کال کې تر سره شوې وه چې د وګړو شمېر یې ۱۳۴.۷ ملیونه تنه ښودل شوی و.