بروکسل کې د چاقو په وسیله برید شوی دی

د بلجیم امنیتي چارواکي وایي چې د یاد هیواد پلازمېینه بروکسل کې وروسته له هغې پوځیانو یو سړی په ډزو وویشتلو چې پر دوو پوځیانو یې د چاقو برید وکړ.
د یاد هیواد فدرالي څارنوالۍ خبر ورکړی دی چې نوموړی کس سخت ټپي شوی و چې روغتون ته پرلار مړ شوی دی.
پولیس وایي نوموړی ۳۰ کلن و او د ترهګريزو فعالیتونو مخینه یې نه درلوده.