
د امریکا د سويلي کارولینا ایالت په چارلسټون کې يوه تن په رسټوران کې يو شمېر کسان یرغمل کړي وو، چې په پایله کې يو تن ووژل شو او يرغمل کوونکی د پولیسو لخوا ټپي شو.
د رېپوټونو له مخې، پولیسو سیمه کلابند کړې وه او خلکو ته يې سپارښتنه کوله، چې له سيمې ووځي او ورنږدې نشي. د عملیاتو په پایله کې یرغمل کوونکی ټپي او ونیول شو خو یو بل تن ووژل شو.
د یاد ښار ښاروال ويلي، چې دا کومه سیاسي يا د توکم پر بنسټ د یرغمل پېښه نه وه، بلکې د رسټوران يوه ناراضه کارکوونکي لخوا دې کړنې ته لاس اچول شوی و.