سوريه: په جکړه کې ۳۵ تنه افغانان وژل شوي دي

د ایراني رسنيو د رېپوټونو پر بنسټ، په وروستیو ۳ اونیو کې د سوريې په جګړه کې ۳۵ تنه افغانان وژل شوي دي.
د «سوريې او عراق د جګړې رېپوټ» په پاڼه کې لیکل شوي، چې دغه کسان شیعه مذهبه افغانان دي، چې د ایران د سپاه پاسدارن په څانګه «فاطمیون سپاه پاسداران» پورې اړوند دي.
رېپوټونه وايي، چې د دغو کسانو جنازې د ایران په مختلفو ښارونو او کليو کې خاورې ته سپارل شوې دي.
د ایران لخوا د سوريې جګړې لپاره د افغانانو د جذب لپاره ډير کارونه کيږي او ويل کيږي، چې له پيسو نېولې تر دې چې د جنګیاليو کورنیو ته په ایران کې د استوګنې اجازه ورکول، په کې شامل دي.
د یادونې ده، چې د ایران لخوا په کابل کې هم جنګیالي جذب کيږي، خو افغان حکومت او يو شمېر پردۍ پاله رسنیو پر دې کړنو پټه خوله غوره کړې.