د قومیت پرځای بشریت ته درناوی!


بشریت ته درناوی یوې ټولنې ته درناوی دی، بشریت ته درناوی ټولو قومونو ته او بشریت ته درناوی خپل ځان ته درناوی دی.
بشریت هغه سپیڅلې کلمه ده چې اسلام یې هم په غوره الفاظو یادونه کړې او انسان ته د اشرف المخلوقات خطاب شوی دی، دا د انسان خپل کړه وړه دي چې د انسانیت معیار ځان ته ټاکي یا ښه او یا هم بد. که انسان د خپل ځان په قدر پوهیدای نو د اوسنی نړۍ ډیرې ناوړه او خونړۍ پیښې به نه رامنځ ته کیدای.
نن بشر ته درناوی نه یوازې په اسلامي نړۍ کې شتون نلري بلکه کفري نړۍ هم ترې تشه ده، چې همدا په بشري نړۍ کې د ډیرو سترو ستونزو د را ټوکېدو سبب هم شوی دی او په پایله کې یې ستر ستر ملکونه، ولسونه او قومونه له یو بل سره په جګره کې ښکیل شوي دي. که نن اسلامي نړۍ ته ځېر شو نو په ډاګه کېږي چې تر ټولو ستر بشري ناورین په اسلامي نړۍ کې روان دی، هغه هم داسې یو بې پایلې او بې دلیله ناورین چې متاسفانه پیل او پای یې د غیر اسلامي هیوادو په لاس کې دی.
که راشو پورته یاده شوي ستونزه په خپل هیواد کې وڅیړو نو له بده مرغه زموږ په هیواد کې انسانیت په څو برخو ویشل شوی او بېلابېل معیار مو ورته ټاکلي دي، لکه قومیت، مذهب او داسې نور معیارونه چې بیا موږ دې ته اړ کوي ترڅو انسانیت په پرتله نور شیانو ته ډیر ارزښت ورکړو. یو افغانستان یو اسلام خو موخې او لارې مو جلا دي، د دې لامل څه کېدای شي ؟ ولې انسانیت ته ارزښت نه ورکوو ؟ د دې پوښتنو لڼډ ځواب همدا یوه کلمه ورکولای شو چې هغه انسانیت ته درناوی دی.
زمونږ په هیواد کې چې نن کوم ناورین روان دی د پای لپاره یې په خپله ولس ‌ډیر څه کولای شي، ترڅو د پای ټکی ورته کیږدي او ټول میشت قومونه له یو بل سره په یوه ارامه چاپیریال کې خوږ ژوند وکړي، د هیواد 34 ولایاتو کې چې څومره قومونه او قبیلې ژوند کوي هغو ته د بشر په سترګه کتل او د یوه مسلمان ورور په توګه ورسره چلند، یوازینۍ لار ده چې په کارولو سره به یې میشت قومونه یوبل سره په ارامه توګه ژوند وکړي.
یو څه چې په ډاګه دي دا دي چې دا ډول قومي او ژبني تعصباتو ته هېڅ کله په خپله د ولس له لورې لمن نه وهل کیږي بلکه دا ډول موضوعاتو ته په ډیره ستره کچه یعنې د یو څو ځانګړو اشخاصو لخوا چې تر ډیره د پردیو هیوادونو ګټو لپاره کار کوي لمن وهل کیږي، چې د قومونو ترمنځ د د ویش او بې اتقافۍ سبب ګرځي بې اتفاقي د جګړو او له یو بل سره د نا سالمه سیالیو سبب کیږي او همدا شان د ګڼو نورو هغه موضوعاتو لامل کیږي چې هغې کې د ملي ګټو پرځای شخصي ګټو ته ډیر ارزښت ورکول کیږي.
په پای کې موږ کولای شو د پورته یادو شویو ستونزو د حل لپاره لږ تر لږه خپل ولس د عامه پوهاوي او پوهې له لارې دې ته و هڅوو تر څو یو بل ته د بشر او مسلمان په سترګه وګوري او هر څو ک هڅه وکړي چې هغه څه نا څه ستونزې چې شته، لومړی یې د خپل کور، کلي ، ولایت او هیواد په کچه کمې کړو او پدې توګه به ټول بشریت او بشري ټولنه د آرامۍ او سوکالۍ پر لور روانه شي.