دژوندون دټـوکیدلـــــــــوعلامـــــــــــــــــه یي
تاندوهیلـــــــــــوسرکيدلـــــــــــــوهنګامه یي
دښــــــــــــکلا اومحبت خبر راوړونــــــــــکئ
دفــــــــــطرت درڼا ګانــــــــــــــو راسپړونکئ
ته چی هرچیری راځی خوشــــــــالي راوړې
دښتــــــــــــو غرونو ته تازه سوکالي راوړې
پــــــــه راتګ دې ونې بوټې رنګ بدل کړي
شــــــــــاعران دی له هر رنګه جوړ غزل کړي
یوتپوس درنه کووم چی خپـــــــــــــــه نه شی
څو شیبــــــــــــــوله زمونږ کره را نــــــــــه شی
مونږ ساړه ژمي ځپلي شل اوشـــــــــــوټ یو
دجــــــــــګړو پــــــه اورکی سرتر پایه پټ یو
که راځی نو مونږ تـه ګل دامـــــــــــــان راوړه
بس یووالې تآمــــــل له آسمـــــــــــــــان راوړه
زمونږ سترګې په خپـــل نور باندی رڼا کړه
دغه تور پردي لاســـــــــــــــونه نور رسواکړه
بس له تامو دالله په نوم ســـــــــــــوالونه دي
معشوقوله مونږه هم غوښتي ګلـــــــونه دي
بڼوال پوه کړه خدمتګاره چی بڼ جوړ کړي
پسرلې به دی ضرور په ګلــــــــــــو موړ کړي
محمديوسف خدمتګار مزدورزوی
وروستي