لټوومه ښکلا حسن سرګردان يم
بې وفا د ميني نه يم د جانان يم
چيرې خپل ځان لټوومه پسې ګر ځم
چيرې سترګې رنګوومه ور رو ان يم
تش کالي څټلئ نه شم کار مې نه دئ
زه د ډکو میخانو خومار پټان يم
درندانو په تش جام څه غرض نه وي
مات کنډول کې مې دمیو په آرمان يم
پتنګان د خالي مومو يا ران نه دي
په رڼا شمع له میني سوئ ځان يم
نهنګان د سمندر په منځ کې خوښ وي
زه يي څاڅکئ په للمي ګلو با ران يم
کيميا ګر که مې سل ځله تجز یه کړي
زما اصل بد لیدئٌ نه شي افغا ن يم
خدمتګار دبڼ ماليار تر ژوندونه
بلبل نه يم چې په مني ترې روان يم
محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی
وروستي