لنډه كيسه: انديښمن خوب

عمرراځي ،هورښتیاوایې چې عمرراځي عمرژوندی دی ،هو وایې چې هغه ژوندی دی باچالالا ویل چې هغه ماپه خپلوسترګوولید . ولې له باچالالا سره رانه غی ؟ کارونه به یې درلودل . پس له کلونوکلي ته راځي په رښتیاهم (خدای ج)وایې : چې نورکه مې نه پیژنې نوبنده په دې خومې وپیژنه چې ستاپه زړه کې یوه وي زه بله درپیښه کړم .
 

دچاپه زړه کې و چې عمردي ژوندی وي اوکورته دې راشي داهغه خبرې وې چې دعمردراتلوله ګنګوسوسره سم دکلیوالوپه خولوخپرې وې رښتیاهم دعمرلیدوته دهرچاتلوسه وه دهغوماشومانوهم چې هیڅ یې عمرپه خپل ژوندکې نه و لیدلی دعمردراتلوزیري دکلیوالوپه زهینونوداسي سیوری غوړولی و چې دهیچادې ته پام نه و چې دعمردراتلونه ورسته به څه کیږي . هرچاچې به ګل بازمامالیدنوورته ویل به یې سترګې دي روښانه شکردی دعمردراتلوزیری شوی نورنوغم مه کوه که خدای کول نوډیرژربه راشي . وایې چې دژوندولارې زیندۍ وي خودهیچادګل باز ماما په سترګوکې هغواندیښنوته پام نه و چې دعمرستړیوپوښتنوته ی
ځوابونه لټول . ګل بازماما په خپلوکړنوپیښمانه و خوچاره څه هغه ته خوهغه وخت هم دامناسب ښکاریده . اوبیادعمرمورچې دګل بازماما مشره خوروه اوده ورته ببوویل دببوهم داخوښه وه چې سانګه نوردغمونوله دلدل څخه راوباسو ، ترڅوبه هغه داوښکوپه تیزابوخپل ارمانونه وینځي ، ترڅوبه هغه دعمردراتلوپه انتظارناسته وي ، اوبیاهغه دی دعمردمرګ خبرهم راغی ، ولې موږهغې ته دانه وایوچې نورستاله سرڅخه دعمردنام زادګۍ ټیکری لویدلی . او هغه مړدی ګل بازماما له چې له یوې خوا دخوروصیت مجبورکړی و له بلې خوایې سپکې ورکې لیدې دسانګې ځوانې اودکورکلي خبرودېته اړکوچې سانګه خپل ور
ره فیروز ته ورپه نیکاح کړي . خواو!
چې
مرژوندی دی کلي ته راځي دګل بازماما په سترګوکې داندیښنوتوپان دهغه بې وسې داسي ترپښولاندي کړه چې هغه یې په خپل هم تصورنه شوای کړای . ګل بازماما شایدزرځله خپل زړه ته په خپله تسل ورکړی وي اودایې ویلي وي چې په دې کې زماڅه قصورو داخودوخت غوښتنه وه خوضمیرورسره چیرته منله ، ضمیریې ورته دایوه خبره کوله چې ټول قصورستادی داته وې چې دعمرپه امانتونو کې دې خیانت وکړ . ګل بازمامالاله خپل ضمیرسره په جنګ وچې دعمردراتلوزیری وشو ،هو کلي ته دراتلو زیری زیری نه و دوارخطایې هغه الم و چې دګل بازماما له خولې څخه یې یوه داسي چیغه ویسته چې هغه په خپله چیغه له خپل دران
خواندیښمن خوبه راپاڅید.
۲۰۰۵/۱۲/۱۷
په احترا م عبدالرحمان غضري
ساجرسعودي عرب