دسولي او روغي جوړي خبري په جنګ نه كيږي



د لندن كانفرانس نه مخګي او وروسته داسي اوازي او انګازي وي چي په دي سره به كني د افغانستان د جړي مشوړي سر راپيدا شي او نوره به قلاري راشي او وطن به مو اباد شي، خو دبده مرغه هغه هم يواځي د ګورډن براون د انتخابي كمپاين يوه برخه وه او هغي پوري هيلي او ارزوګاني تړل هسي خوش فهمي وه او بس ددي نه زيات نور هيڅ نه وه هلته داسي وړاندوينه وشوله چي د طالبانو سره خبري وشي نو بيا هم همداسي طمعه كيدله چي امريكايان او ملګري يي نور ستړي شوي او غواړي خبري وكړي او دروس غوندي نوري خپلي پښي سپكي كړي اوغواړي چي افغانستان او افغانان پوه شه چي څه په كي كوي خو هغه هم هسي خبري وي او يواځي د هغه طالبانو سره يي د خبرو پلوي وكړه كوم چي لا د مخه ددوي سره دبنديانو په شكل كي دي او يا هم ددوي ملګري دي او هيڅ كوم تاثير د افغانستان په اوسني حالاتو كي نه لري او هغوي يواځي د ماضي قصه ګرځيدلي دي نور ددي نه غير هيڅ نه دي ځكه هغه كسان چي په سنګرونو كي پراته دي او د صليبيانو څخه خپل وطن او ملت ازادول غواړي هغه نور دي نو دغه كسان خو د هيڅ مرض دوا نه وه او نه به شي ، كه هرڅه كيږي بايد د هغه طالبانو او د هغو خلكو سره پكار دي چي په حقيقت كي د ملك واكي ورسره دي نه هغه تش په چوكيو ناست دي او چغي وهي او څوك يي په خوله تريخ پياز هم نه خوري دوي هره ورځ وايي چي د عام او بي ګناه خلكو وژنه دي بنده شي خو مونږ ګورو او اورو چي هره ورځ په مختلفو ځايونو كي يا بمبار وي او يا هم د تالاشي په وخت كي بي ګناه افغانان وژل كيږي په سپيو داړل كيږي او يا هم بي عفته كيږي نو هغه واګدارن چي دا نه شي بندولي نو هغوي باندي څنګه اعتماد كيدلي شي چي هغه دي خبري مخګي وړاندي بوزي او وطن ته دي سوله او ورورګلوي راولي خو پكار او لازمي ده چي دوي غلي كيني او هغه خلك رامخ ته كړي چي د خبرو واك او زور ورسره وي او هغوي هم بايد خبري مخګي كړي او جنګ شاته وغورځوي او رامخي ته شي د خپلو وتلو وخت وټاكي بلكي عملي خپل ځواكونه كم كړي او دخپل اخري تاريخ وړاندي كړي دا طمعه كيدله خو داسي هم ونه شول بلكي د نورو عسكرو د راليږلو اعلان وشولو چي ديرش زره نور امريكايي عسكر به راليږي او د هغي نه وروسته دادي د ناتو مشران هم په دي لټه كي دي چي د ناټو غړي هيوادونه خپل عسكر زيات كړي نو د عسكرو په زياتولو سره سوله راتلي شي نه هيڅكله نه بلكي جنګ به لا تود شي او د افغانانو ويني هغه وخت په جوش راځي چي كله څه ورنه توي شي نو اميد همداسي كيدلي شي چي جنګ به لا دروند شي او تلفات به لا زيات شي هم زمونږ د مظلوم ملت او هم ددوي ددغو اجيرو عسكرو خو اخر به بيا هم دوي روغي جوړي ته غاړه ږدي لكه مخګي چي طالبانو د يولسم سبتمرد واقعي څخه وروسته هم غوښتل چي خبري وكړي خو مغرور بوش به همدا يوه خبره كوله چي د خبرو وخت تير دي اوس د عمل كولو وخت دي او زمونږ تر خوا ودريږي او مسلمانان ختم كړي ، خو داسي ونه شوله بلكي اوس دوي چغي وهي د خبرو خو خبري ورسره څوك نه كوي چا چي ورسره خبري كړي او يا هم د خبرو پلوي كوي هغه افغاني مقاومتكر نه دي شميرل شوي بلكي د ليكي څخه لري شوي او پكار هم دي چي دليكي څخه لري شي ځكه دوي هغه كسان دي چي مقاومت پريږدي هغوي خپل هويت نه شي ساتلي او هغوي ته د تسليم شوي په سترګه كتل كيږي نه د يو مبارز په سترګه ، نو په كوم اساس به څوك د خپل مقاومت څخه لاس واخلي او ددوي سره به يو شي او دادي اوس ددي ټولو خبرو او سولي او روغي جوړي د پروسي نه وروسته چي ولسمشر كرزي كله د لندن په كانفرانس او كله هم بيا د سعودي دشاه عبدالله په وړاندي د ملت سره د روغي جوړي چغي وهي او د هغوي نه غواړي چي خپل ملت ورسره جوړ كړي خو ددي سره سره امريكايان او ملګري يي لګيا وه هلمند ولايت كي د ويتنام نه ورسته لوي او ستر عملياتو شروع كړل خو د يادولو وړ ده چي ويتنام كي هم دوي كومي اتلولي كړي هغه به دلته هم وكړي هلته يي چي خپل مړي پريښي يي په زرهاو عسكر په تيښته بريالي شوي دلته به هم هماغه شان وي كه هلته يي څه ګټلي وي نو دلته به يي هم وګټي ، ددي نه مخګي يي هم خپل زور ازمويلي دي او هغه يي د خنجر عمليات نومولي وه خو په رښتيا چي ددوي خنجر د طالبانو په اوسپني جال كي مات شولو او هيڅ كومه فايده يي ورنكړه او نه يي د افغان اولس مقاومت ختم كړي شوي بلكي لا زيات شولو او تقريبا پينځلس زره عسكرو وړاندوينه يي كړي وه چي په دي عملياتو كي به برخه اخلي او ددي سره جنرال سټينلي مكرسټل داسي وايي چي مونږ افغانانو ته دا پيغام وركوو چي په كومو ځايونو كي دوي اوسيږي هلته امنيت ته پراخاتيا وركوو ددي معني داده چي په كومو ځايونو كي افغانان وي هلته بايد د اور لمبي خوري شي او افغانان ددي اور ښكار شي كني څوك دي داسي ووايي چي په مرجه كي كوم امنيت تامين وو هغه ددوي د كابل د ارك د ماڼي نه هم زيات ډاډمن ژوند نه وو هلته څوك بي ځايه څوك نه شي وژلي او نه هلته څوك په رڼا ورځ ترور كيدلي شو خو ددوي يواځيني مقصد د افغانانو د وژلو ارمان سرته رسول وو چي په دي عملياتو سره به لږ خپل زړونه د افغانانو په وينو تويولو يخ كړي او همداسي يي وكړل هم چي په لسكونه بي ګناه افغانان يي په سرو وينو ولړل او په اخره كي يوازي يي د خواشيني خبري وكړلي نور هيڅ هم نه ، دادي د هغي نه وروسته اوس د ملي پخلايني او سولي مشورتي جرګي او داسي نور نومونه وړاندي كوي چي په پسرلي كي به تر سره شي خو ددي سره سره يي په قندهار كي د يو لړ زياتو اوږدو او خپل بي سياله جنګ تياري كوي خو له دي دي بيغمه اوسي چي افغانان به دوي ته په قندهار كي د كلاانو هارونه ورپه غاړه كړي بلكي د خپل كور نه به دفاع كوي چي په هر قيمت وي او افغانان د قرباني د پاره هسي هم هميشه تيار وي اودوي د خپلو نيكونو څخه زمونږ د افغانانو د اتلولي قصي واوري او مونږ هم د خپلو نيكونو په قدمونو روان يو او هيڅكله به د هغوي تاريخ بدنام نه كړو خو خبره اوس داده چي همدوي د روغي جوړي او سولي چغي وهي او وهلي دي هميشه چي دوي خپل تلفات وګوري او يا هم ددوي د انتخابي مهمونو وخت راورسيږي نو دوي دا چغي او سوري جوړي كړي خو بيا د وخت په تيريدلو سره چي خپل قومونه دوكه كړي خپلي چغي هيري كړي او د جنګ دپاره رامخكي شي خو دا ددوي ارمان چي د افغانانو ملا ماتول خپله بنيادي كړنلاره ښي هيڅكله ممكن نه ده ځكه افغانان د روغي جوړي ته ليواله دي خو د وطن په قيمت نه ، افغانان سرونه وركوي خو وطن نه او هيڅكله د زور واكانو زور ته نه دي ټيټ شوي او غير د الله نه بل چا ته سر نه ټيټوي او هميشه خپله ازادي اخلي څوك يي ورته نه وركوي ځكه ازادي اخستل كيږي وركول كيږي نه او نه هم افغانان دداسي ازادي پلوي كوي چي څوك يي وړيا وركړي بلكي هميشه يي خپله ازادي په خپلو وينو ګټلي او ساتلي يي هم ده .