
د امریکا بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن ویلي دي چې که پاکستان طالبان ونه ځپي نو د مجازات په اړه به یې فکر وکړي او پاکستان به د امریکا لپاره له ناټو څخه د بهر هیواد په حیث خپل موقف له لاسه ورکړي.
نوموړي چې خبریالانو ته یې خبرې کولې ویلي دي چې زموږ تر مینځه باور زیانمن شوی دی ځکه پاکستان داسې چاته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی چې پر امریکایي ځواکونو بریدونه کوي او پر وړاندې یې طرحې جوړوي.
نوموړي ویلي دي چې پاکستان د افغان سولې هڅې هم مختل کړي دي او غوښتنه یې کړې ده چې باید خپلې نوموړې کړنلارې ته تغیر ورکړي تر څو امریکا له پاکستان سره مرسته وکړي چې د ترهګرۍ ښکار نه شي.
دا په داسې حال کې ده د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې نوي ستراتیژۍ د اعلان پر وخت هم پر پاکستان توندې نیوکې کړي وي.
له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دوی مایوس شوي دي ځکه امریکا د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان پر هڅو سترګې پټې کړي دي.
یادې ادارې ویلي دي چې د پاکستان پالیسي اجازه نه ورکوي تر څو له خاورې یې د نورو هیوادونو پر وړاندې ناسمه استفاده وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په وار وار افغان چارواکو داسې ثبوتونه او لاسوندونه وړاندې کړي دي چې په افغانستان کې ورانکار فعالیتونه له پاکستان څخه تنظیمیږي.