د سوریې په رقه کې ۴۹ ملکیانو د هوایي بمبارۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی

د سوریې دولتي او دولت مخالفو آژانسونو خبر ورکړی دی چې د سوریې په رقه ښار کې د هوایي بمباریو له امله د ۱۹ ماشومانو او ۱۲ میرمنو په ګډون ۴۲ تنه ملکي وګړي په شهادت رسیدلي دي.
د رقې په ښار کې له داعش ځواکونو سره د سوریې دموکراتیک کرد ځواکونه په جګړه بوخت دي چې د امریکا له ملاتړه برخمن دي.
یادو ځواکونو د رقې یو شمېر سیمې له داعش څخه نیولي دي.