
د اسوشیتد پرس خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د پوځ ځینې سرچینې وایي چې افغانستان ته به تازه دمه سرتیري ژر ولیږل شي.
سرچینه وایي چې یاد سرتېري به ۳۹۰۰ تنه وي چې په نېږدې وخت کې به افغانستان ته راولیږل شي.
له بلې خوا د امریکا دفاع وزیر چې په بغداد کې خبریالانو ته خبرې کولې ویلي دي چې تر اوسه د یادو سرتېرو دقیق شمېر نه دی معلوم بلکه له امریکایي پوځي چارواکو سره په دې اړه مشورې روانې دي چې د هغوی له مشورې سره سم به اقدام تر سره شي.
امریکا اوسمهال په افغانستان کې ۸۴۰۰تنه سرتېري لري.