
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په اسلام اباد کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر ډېوډ هېل د پاکستان د دفاع له وزیر خواجه اصف سره لیدلي او د ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتيژۍ په تړاو یې ورسره خبرې کړې دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خبره پاڼه کې راغلي، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره تر خپله وسه هڅې کړې او د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره يې تل قربانۍ ورکړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي؛ امريکايي سفیر د پاکستان دفاع وزیر ته د ډونلډ ټرمپ پر ستراتيژۍ معلومات ورکړل او هغه ته يې وویل، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن دده لیدو ته سترګې پر لار دی، چې د خبرپاڼې په وینا په راتلونو څو ورځو کې به د دواړو ترمنځ لیده کاته په امریکا وشي.
په پاکستان کې د اپوزیسيون ګوندونو پر حکومت نیوکه کړې، چې ولې يې لاهم د ډونل ډټرمپ پر ستراتيژي غبرګون نشته.
د اپوزیسيون دویم لوی ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان همدې ته په پام سره وايي، باید د پېسو په بدل کې پاکستان کله هم د ترهګرۍ ضد جګړه ونه کړي.
بل خوا په اسلام اباد کې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د خپلې کابینې غونډه رابللې، چې د دفاع وزیر خواجه اصف د هغه او امریکايي سفیر ترمنځ پر ملاقات او خبرو معلومات ورسره شریک کړي.
د دې رپوټ تر لیکلو پورې لاهم د کابینې دغه غونډه روانه ده.
پاکستان چې له مودې راهیسې نړیوالو په دې تورن کړی، چې د وسلوالو ترمنځ توپير کوي او هغه وسلوال چې دوی ته زیان نه رسوي، پاکستان يې پر ضد جدي ګام نه اخلي.
خو پاکستان بیا بیا ویلي، په وار وار يې د ټولو وسلوالو ضد عملیات کړي او ټول يې له خپلې خاورې شړلي دي.