امریکا د افغانستان او سویلي اسیا هیوادونو لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه

د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان او سویلي اسیا لپاره خپله هغه نوي ستراتیژ اعلان کړه چې میاشتې میاشتې کار پرې شوی و.
د یادې ستراتیژۍ اعلان پر وخت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې تر څو طالبان او نورې ترهګرې ډلې نه وي ځپل شوي امریکایي ځواکونه به په افغانستان کې پاتې شي.
نوموړي ویلي دي چې لومړی یې نیت ټول امریکایي سرتېري له افغانستان څخه وباسي خو ځکه یې دا کار ونکړ چې د ترهګرو د پرمختګ لپاره به تشه رامینځ ته شي او دوی دا اشتباه په عراق کې تکرارکړې وه چې بیا به یې تکرار نه کړي.
ټرمپ زیاته کړې چې ترهګرو ته د پاکستان له خوا د پټنځایونو ورکول د زغملو نه دي، کلونه کیږي چې موږ پاکستان ته په ملیاردونو ډالر ورکړي دي خو دوی هغو ته پناه ورکوي چې هره ورځ په زرګونو خلک وژني.
وبه لیدل شي چې د امریکا د نوي ستراتیژۍ د اعلان وروسته د افغانستان په امنیتي وضعیت کې څرنګه بدلون راشي.