
د نړۍ د کاتولیکانو مشر د کډوالو په کوربه هیوادونو غږ کړی دی چې د کډوالو ماشومانو ته له زیږیدو سره سم د هماغه هیواد تابعیت ورکړل شي تر څو د وګړو د بې دولتۍ مخه ونیول شي.
نوموړي زیاته کړې ده چې د انسانانو د وقار ساتنې لپاره دې د کډوالو له نیولو ډډه وشي او د دې پر ځای دې نورې لارې چارې ولټول شي.