
د هسپانیې پولیسو اعلان کړی چې هغه کس یې وژلی دی کوم چې لنډه موده مخکې یې د یاد هیواد په بارسلونا ایالت کې پر خلکو موټر وخیږاوه.
پولیسو د نوموړي نوم ابویعقوب ښودلی دی او ویلي یې دي چې د هسپانیې په لویدیځ سپیراټس ښار کې یې هماغه ورځ په داسې حال کې وژلی چې د چاودیدونکو توګو ډک واسکټ یې اغوستی و.
ابویعقوب د اګست په ۱۷ په بارسلونا کې له سیلانیانو په یوې ډکه سیمه کې پر خلکو موټر وخیږاوه او وروسته وتښتیده چې پولیسو یې سخته لټه کوله.
د یاد موټر اصلي چلوونکی په داسې حال کې وموندل شو چې په چاقو وهل شوی و.