
د کلمبیا هیواد د ونزویلا پخوانۍ لویې څارنوالې لویسا اورتیګا ته د پناه ورکولو لپاره تیاری ښودلی دی.
لویسا هغه وخت کلمبیا ته وتښتيده چې د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو سره د مخالفت له امله د یوې جرګه ګۍ له خوا له دندې لېرې شوه.
د کلمبیا ولسمشر خوان مانویل سانتوس ویلي دي چې نوموړې ته به سیاسي پنا ورکړي.