ایټالیا کې زلزلې ۳۳ تنو ته زیان اړولی دی

د ایټالیا ایسکیا ټاپو کې د زلزلې له امله یو تن مړ شوی دی او ۲۵ کسه نو ټپیان دي.
ایټالیایي سرچینې وایي چې زلزله د ریکټر په کچه ۴ درجې وه.
د بېړنۍ مرستې کارکوونکي لاس په کار شوي دي خو ویل کیږي چې لا هم ۷ تنه ملکیان د یادې زلزلې له امله لا درکه دي.