د ملابردار نیولو کرزی په غوسه کړ

 
افغان حکومت د طالبانو دویم نمبر سړي سره پټ مذاکرات لرل چې پاکستان حکومت ونیوه. د کرزي د یو مشاور له مخې دې کار کرزی ډېر غوسه کړی دی.
د ملا عبدالغني برادر نیولو نوې پوښتنې راولاړې کړي دي چې ایا امریکا له طالبانو سره چې تر یوولسم سپټبر وروسته یې القاعدې ته پناه ور کړې وه، د مذاکراتو ملاتړ کوي او که څنګه؟
کرزی چې کله د امریکا د استخباراتي کړیو په مرسته د پاکستان له خوا د ملا برادر د نیولو خبر تر لاسه کړ نو ډېر په غوسه شو. د کرزي د مشاور د وینا پر بنسټ د مذاکراتو تر څنګ ملا برادر په راتلونکې میاشت کې د کرزي له خوا د سولې په رابلل شوې جرګه د ګډون شنه اشاره هم ور کړې وه.
د کرزي مشاور د نوم نه ښودلو په شرط دا خبره کړې او د هلمند د مشاور عبدالعلي شمسي په ګډون ډېرو افغان چارواکو د حکومت او ملا برادر تر منځ د خبرو اترو پخلی کړی دی.
ګڼو خبري سرچینو ویلي چې د کرزي استازي له ملا برادر سره ارتباط درلود خو دا لومړي معلومات دي چې د خبرو اترو په اړه خپریږي.
له طالبانو سره خبرې اترې پر داسې مهال زور اخلي چې امریکا او ناټو د طالبانو د څپلو لپاره په زرګونو نور پوځیان را استوي. له طالبانو سره د پخلاینې موضوع یوه هغه وه چې د دوشنبې په شپه د کرزي او اوباما تر منڅ د ویډیويي کنفرانس په ترڅ کې پرې ډېر بحث وشو.
د ملا برادر نیونې پاکستان او نور دې ته وهڅول چې د احتمالي پخلاینې خبرو اترو ځان ته ځای پیدا کړي چې کېدای شي اته کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
چارواکو د ملا برادر د نیولو په اړه څه نا څه خبرونه خپاره کړي دي چې څنګه يه کراچۍ کې ونیول شو. پاکستانیان په دې خبره خپه وو چې امریکایانو د ملا برادر د نیولو خبر ولې خپور کړ؟
د ملا برادر نیول د امریکا د حکومت په مرسته تر سره شوي چې پاکستان د دې تر څنګ د طالبانو یو شمېر نور غړي هم ونیول دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د امریکا له خوا د طالبانو پر وړاند پر لږ څه کولو تورن دی.
د مننې پر ځای د کرزي د ادارې غړو پاکستان پر دې تورن کړ چې ګنې پاکستان د ملا برادر په نیولو سره غواړي د خبرو اترو پروسه سبوتاژ کړي او یا هم د طالبانو د مشرانو د خبرو اترو واک خپل کړي.
د ملګرو ملتو او انګلستان قونسلګرۍ لوړ پوړي چارواکي پر دې ټینګار کوي چې اوس له طالبانو سره د خبرو اترو وخت را رسېدلی دی. افغان حکومت په پام کې لري چې منځ لارو طالبانو یا د ټیټې کچې طالبانو سره مالي مرستې وکړي. له طالبانو سره د خبرو اترو بل لامل په ۲۰۱۱زکال کې د باراک اوباما هغه پلان چې غواړي خپل پوځیان له افغانستان نه وباسي، کېدای شي.
امریکا سره له دې چې ۹۵۰ پوځیان یې وژل شوي او په بیلیونونو ډالر یې مصرف کړي په ډېر احتیاط سره د پخلاینې له پروسې سره ځي.
کرزي په اسلام آباد کې وویل چې دی او امریکا پر دې اختلاف لري څوک به خبرو اترو میز ته راځي. کرزي وویل چې امریکا د طالبانو د لوړ رتبه غړو سره د خبرو اترو په اړه شرطونه او قیودات لري، دا په داسې حال کې ده چې انګلستان د خبرو اترو د پروسې د چټکتیا غوښتنه کوي.
کرزی وايي چې زموږ متحدین یوه خبره تل نه کوي.
کرزی زیاتوي چې د مخکنیو خبرو د نه بریالیتوب اصلي لامل دا دی چې د نړیوالې ټولنې یوې برخې دغه هڅې د دې پر ځای چې ګړندۍ او غښتلې کړي دا یې کمزورې کړې.
امریکا وايي چې د هغه ملېشو ملاتړ کوي چې تشدد تقبیع کوي، له القاعده سره اړیکې پرې کوي او د افغانستان اساسي قانون مني.
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر کابل ته د تېرې اونۍ په سفر کې وویل: دا به له وخته مخکې وي چې ووایو چې د طالبانو لوړ رتبه چارواکې دې د پخلاینې په خبرو اترو کې ونډه واخلي. نوموړی وايي چې تر څو طالبان په دې باور وي چې جګړه ګټلی شو دوی به هیڅکله هم خبرو ته چمتو نه شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیرې کلنتن وايي چې شکمنه ده چې د طالبانو مشران به تشدد تقبیح کړي.
د امریکا یو پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې میک کرسټال د سولې د خبرو اترو په اړه کلک نظر نه لري.
نوموړی وايي چې امریکا تر اوسه پر دې بحث کوي چې څنګه به افغان حکومت څنګه جلال الدین حقانی او حکمتیار سره د خبرو اترو په اړه لار پیدا کوي.
له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه د اوباما په اداره کې ختلافات شته دي، Lisa Curtis وايي چې دغه اختلاف د متحدینو تر منځ ګډوډتیا رامنځ کوي.
له ملا برادر سره د کرزي د خبرو اترو یو لامل دا ښودل کېږي چې دواړه له پوپلزي ټبر سره تړاو لري چې په اصل دورانیانو ته ور ګرځي.
دا هم ویل ګېږي چې عمر په دې خبره ډېر خفه چې ولې ملا برادر له افغان حکومت سره خبرې اترې پیل کړي دي او له پاکستاني حکومت نه غوښتي وه چې ملا برادر ونیسي.
حکیم مجاهد وايي چې ډېر طالبان دې ته لېواله دي چې له افغان حکومت سره خبرې اترې پیل کړي. نوموړی وايي چې ستونزه په طالبانو کې نه ده بلکې په بهرنیو ځواکونو کې ده چې د خبرو اترو لپاره هېڅ لېوالتیا نه لري.
د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر حمید ګل وايي چې طالبان له بهرنیانو سره تر خبرو مخکې درې شیان غواړي: لومړی د بهرنیو ځواکونو لپاره مهال وېش، دویم د ترهګر په نوم طالبان نه یادول، دریم په او افغانستان کې د طالبانو د بندیانو خوشې کول.
څه شنونکي په دې باور دي چې پاکستان غواړي د کرزي د پخلاینې پروسه اخلال کړي او له دې لارې غواړي په کرزي زور راوړي د خبرو اترو په پروسه کې ور ته ونډه ور کړي.
بله خبره دا ده چې ملا برادر دطالبانو په لړ ډېر عملي سړی ښکاري او د دې لپاره ونیول شو له خپلو ملګرو یې جلا کړي. میک کرسټال وايي چې دا خبره د غور وړ ده چې د ملا برادر تر نیول کېدو وروسته د طالبانو خپل منځي عداوت او دښمني زیاته شوې ده.
که کرزی د ملا برادر په نیول هر څومره غوسه هم و خو اسلام آباد ته یې د خپل سفر پر مهال یې خپل غوسه پټه وساتله، اسلام آباد ته د کرزي سفر دوه پیغامونه لرل، یو دا چې پاکستان له طالبانو سره د پخلاینې په پروسه کې مهم رول لوبولی شي او دویم دا چې د پاکستان د مرستې هر کلی به وشي.
کرزي پر پاکستان غږ وکړ چې له همکارۍ پرته سوله نه شي رامنځته کېدای.