
د امریکا د دریو هغو ایالتونو ۶۰ سلنه خلک د یاد هیواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ګیله من دي چې په یاد هیواد کې یې تر ټولو ډېرې رایې د نوموړي په ګټه کارولي وې.
د ایم بي سي تلویزیون په نوې سروې کې د مشیګن او ونکسکانسن ایالتونو ۶۴ سلنه او پنسلوانیا ۶۳ سلنه خلکو ویلي دي چې ډونالډ ټرمپ دوی شرمولي دي.
ټرمپ د ټاکنیزو مبارزو په لړ کې تر ټولو ډېرې رایې په یادو ایالتونو کې تر لاسه کړې وې چې ویل کیږي د نوموړي د بریالیتوب سبب شو.