
دروهي ویبپاڼې درنو لوستونکو !
دا د ښاغلي داود سلیم دمقالو هغه لړۍ ده ،چې د بلاک واټر په اړه به ېې له دې وروسته له همدې ویبپاڼې له لارې شریکوي . په دې مقاله کې به دبلاک واټر شالید ، بلاک واټر په عراق کې ، بلاک واټر په افغانستان کې ، بلاک واټر په پاکستان ، بلاک واټر او دپاکستان اتومپوه عبدالقدیر خان ، بلاک واټر او سیاسي ترور او ........
بلک واټر یوه شخصي پوځي امنیتي کمپنۍ ده، چې په ۱۹۹۷ز کال کې د Blackwater USA په نوم د Erik Prince او Al Clark له خوا رامنځته شوه. د ۲۰۰۷ز کال د اکتوبر په میاشت کې یې نوم په Blackwater Worldwide واړول شو او د ۲۰۰۷ز کال د سپټمبر میاشت پر ۱۶مه نېټه یې چې د بغداد په نیسور څلورلارې کې ۱۷ بې ګناه عراقیان شهیدان کړل نو عراقي حکومت یې د فعالیت جواز لغوه اعلان کړ، چې دغې کمپنۍ بیا خپل نوم د ۲۰۰۹ز کال د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه په Xe Services باندې واړوه.
د یادونې وړ ده چې د تړون تر لغوه کېدو وروسته بلک واټر په عراق کې د متحده ایالاتو د روزنیز مرکز تر نامه لاندې کار کوي.
په ۱۹۹۰ز کال کې د دې کمپنۍ مشر Erik Prince له پلاره په میراث ور پاتې شمتنۍ د کارولینا ایالت په شمال کې ۷۰۰۰ هکتاره جبه ځمکه راونیوله چې وروسته یې بیا همدلته د بلک واټر بنسټ کېښود. بلک واټر نهه بېلابېلې برخې لري:
1. United States Training Center (د متحده ایالاتو روزنیز مرکز)
دغه مرکز پوځي، حکومتي او قانون نافذولو ایجنسیو ته د وسلو او تکتیکونو روزونه ورکوي، د کال په اوږدو کې ازاد کورسونه هم لري، د لاس په لاس جګړې او نښې ویشتلو مهارتونه هم ښيي او همدا راز Off Road Driving (په دښتو، شاړو او کندو کپرو ځمکو کې ګاډی چلول) په برخه کې هم خلکو ته روزنه ور کوي.
2. Blackwater Target System (په کورونو کې دننه او بهر د نښې ویشتلو سیستم)
3. Blackwater Security Consulting ( د بلک واټر امنیتي مشاوریت)
د دې برخې دنده د چارواکو او تاسیساتو ساتنه او د عراقي پوځیانو او پولیسو روزنه ده او همدا راز په عراق کې ایتلافي ځواکونو ته نورې مرستې برابروي.
4. Black K-9
دا برخه پوځ، قانون پلي کولو او تجارتي ادارو لپاره د چاودېدونکيو توکيو د موندلو او کشفولو په موخه سپیان روزي.
5. Blackwater Airships, LLC ( د بلک واټر هوايي ځواک)
6. Blackwater Armored Vehicle (د بلک واټر زغروال ګاډي یا ټرانسپورټي شرکت، چې یوه برخه یې د عسکرو د لېږد- رالېږد لپاره ځانګړې شوې او هر ګاډی یې دوه ویشت ټنه وزن لري).
7. Blackwater Maritime Solutions (د بلک واټر سمندري اداره) ، دا اداره سمندري امنتیي خدمتونه وړاندې کوي چې د سمندري واحدونو د ساتنې د تکتیکونو روزنه ور کوي، چې په دې لړ کې یې د ازربایجان بحري کمانډویان روزلي او له ۲۰۰۰ز کال را وروسته یې، کله چې د یمن د عدن په بندر کې د امریکا پر سمندري پوځ ځان مرګی برید وشو او ۱۷ سپاره یې ووژل شول، د امریکا د سمندري پوځ د روزنې تړون هم تر لاسه کړ. په ۲۰۰۴ز کال کې یې د یونان امنیتي ځواکونه په دې موخه وروزل چې د المپیک لوبو امنیت وساتي.
8. Raven Development Group (د Raven د پراختیا ډله) ، دا د بلک واټر یو ساختماني او اداري تابع شرکت دی چې په ۱۹۹۹ز کال کې په شمالي کارولینا کې د بلک واټر د روزنیزو اسانیتاوو د ډیزاین کولو په موخه رامنځته شو.
9. Aviation Worldwide Services (د هوانوردۍ نړیوال خدمتونه) ، دا اداره د لومړي ځل لپاره د Richard Pere او Tim Childrey له خوا د امریکا د فلورېډا په ایالت کې رامنځته شوه او درې تابع شرکتونه لري چې د ۲۰۰۳ز کال په اپریل کې بلک واټر واخیسته.
پر دې سربېره بلک واټر د کورنیو ناورینونو پر مهال له اغیزمنو خلکو سره مرسته هم کوي، چې د Katrina طوفان یې ښه بېلګه ده او د امریکا په تاریخ کې له پینځو مهلکو طوفانونو څخه شمېرل کېږي. په دې وروستیو کې د بلک واټر چارواکو د کلیفورنیا ایالت له والي Arnold سره د زلزلو په برخه کې د خدمتونو په اړه کتنه لرله.
بلک واټر په نړۍ کې تر ټولو ستره کمپنۍ بلل کېږي. هر کال تر ۴۰،۰۰۰ زیات کسان روزي چې ډېری یې امریکایان وي. بلک واټر درې ډوله روزنې وړاندې کوي، یرغلګرې، دفاعي او په نسبي ډول تر دې ټیټې روزنې چې د اشخاصو د ساتنې او امنیت لپاره ترې کار اخیستل کېږي.
همدا راز بلک واټر د هغو دریو کمپنیو په سر کې راځي چې د متحده ایالاتو سره تړونونه لري، له ۹۸۷ تړون کوونکو (ټیکه داران) څخه ۷۴۴ یې، چې ټول د امریکا دي، بلک واټر برابروي. لږ تر لږه بلک واټر خپل ۹۰ سلنه عایدات له دولتي تړونو نه لاس ته راوړي.
د یادونې وړ ده چې بلک واټر خپل هر کار کوونکي ته د ورځې له ۳۰۰ نه تر ۶۰۰ ډالرو پورې اجوره ور کوي او کار کوونکي یې له پوځ او پولیسو نه هغه تقاعد شوي انسانان دي چې د خپلو دندو پر مهال په بد اخلاقۍ، بدمعاشۍ او ورانکارۍ کې شهرت لري یانې کمپنۍ له جرائم پېشه خلکو څخه جوړه ده او د پیسو په بدل کې هر ډول رذیل کار تر سره کوي، د کمپنۍ اکثره مشران د CIA پخواني غټ افسران دي. د کمپنۍ راز لوڅونکو ته د مرګ سزا ور کول کېږي او تر اوسه یې په لسګونو خپل هغه کار کوونکي وژلي دي چې د کمپنۍ د ظلم او جبر نه یې پرده ایسته کړې ده.
د امريكا يو ليكوال او مبصرجيرى اسكاهل په يوه تلويزيوني بحث كې وايي چې د بلك واټر او نورو امنيتي خصوصي كمپنيو له جال نه ښكاري چې امريكا يو نوى جګړه ييز او جاسوسي نظام جوړوي.
د (بليك واټر) اثر ليكوال جري اسكاهل وړاندې وايي چې بليك واټر تر اټكل زيات ځواك لري او امريكا يو نوى پوځي نظام جوړوي چې نور يې دې ته اړتيا نشته چې د جګړو لپاره چيرته خپل پوځيان واستوي، د امريكا دوهمې لوړ تيراژه چاپيدونكې مجلې ټايم بلك واټر ته د امريكا دوهم پوځ نوم وركړى دى.