
د ترکمنستان مرکز عشق آباد کې د ماشل آرت د لوبو تر سره کولو په منظور د شرابو او الکولي مشروباتو پر خرڅلاو بندیز لګیدلی دی.
په پام کې ده چې یادې اسیایي لوبې راتلونکې اونۍ په عشق آباد کې پیل شي.
ویل کیږي چې په دې اړه د دولت له خوا کومه اعلامیه نه ده خپره شوې خو خلکو ته ویل شوي چې له یاد کار ډډه وکړي او په نوموړي ښار کې د الکولي مشروباتو د خرڅلاو ټول دوکانونه تړل شوي دي او په ښار کې له پلورنځیو هم ټول شوي دي.
له بلې خوا د ښار پر اوسیدونکو د تګ راتګ محدودیت هم لګول شوی دی.