
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني پر بهرنیو چارو وزیر زیګما ګابریل وروسته له هغې تونده نیوکه وکړه چې ګابریل نوموړی د جرمني په ټاکنو کې په لاسوهنه تورن کړ.
اردوغان پرون خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې ګابریل خپل حد نه پېژني او نوموړی نه پوهیږي د ترکیې له ولسمشر سره څرنګه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اردوغان په جرمني له میشتو ترکانو غوښتلي دي چې یو شمېر جرمني ګوندونو پر خلاف رایې وکاروي او دوی یې د ترکانو دښمنان بللي دي.
نژادپالنې پر وړاندې معترضان، باسټن ښار کې لاریو، تعصب هته اجازه نه ورکوي، ویرجسینا کې اعتراضونو وروسته چې تاوتریخوالی.. موټر وروست یوه ښځه مړه