هر عمل چې دغوښتنو، او فکر ترمنځ همغږې نه وی هېڅکله په مخ نه شي تللي · زمونږ ډېر خلک له همدې راز څخه یاخو خبر نه دی اویا که خبر دی بیاهم هغه خبره چې کوو یې، خوښوو یې نه! ؟ هوښیاران وایې: دانسان کړنې باید د هغه له غو ښتنو او فکرونو سره همغږې وه هوسي · که یو کار دفکر، نظر او غو ښتونو په همغږي ترسره نه شي پایله یې تل سرچپه او ناخوښه وی. زمونږ دټولنې اکثره خلک په دی مرض اخته دی چې هر کاریې دغوشتنو او نظر تر منځ فاصله سره لري ·که مونږ وګورو یواځي هغه عبادت دقبول وړګرځي چې اخلاص پکشې وی، همدغه اخلاص ته اصلا دفکر او غوشتنو همغږې ویل کیږي· دقبول شوی عبادت راز په اخلاص کې ده لکه څنګه چې الله تعالی داخلاص په باره کې وایې :((وَمَآ أُمِرُوٓا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَآءَ وَيُقِيمُوا الصَّلٰوةَ وَيُؤْتُوا الزَّكٰوةَ ۚ وَذٰلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ. او هغو ته پرته له دې بل هیڅ حُكم نه ؤ ورکړ شوی چي: د الله بندګي وکړئ، خپل دين د هغه لپاره په خالص ګرځولو بيخي په يوه لار لوري شئ، لمونځ قائم کړئ او زكات ورکړئ. همدا ډېر زيات سم صحيح دين دی))(سورة البینة ۵) دلته الله تعالی هغه دین رېښتني او صیحح دین ښوودلي ده چې په کوم دین کې اخلاص وی، اخلاص دی ته ویل کیږي ؛ چې غوشتنې او فکر، عمل سره همغږې وی· د ساري په توګه: که زمونږ پۀ ټولنه کې له یوچا څخه سوال وکړل شي، چې د وادۀ پر مراسمو کې چې څومره بابېزه مصارف کیږي تاسو پري راضي یاست؟ ښایې ډېر داسي ووایې، چې نه هیڅکله نه یوو پري راضي، باید دا پالتو مصارف پریښودل شي· خو که صبا دنوموړي کس د واده مراسم ول ترټولو زیات مصارف همدغه کس کوي، که پوښتنه ورڅخه وشي چې ولی؟ جواب یې همدغه ده چې نه یې خوښوم، خو کوم یې · رسول الله صل الله علیه وسلم ویلي دی :((((إنما الأعمال بالنيات، وإنما لكل امرئ ما نوى))عملونه ټول په نیت پوری تړلی، او هرچا ته به هغه څه رسیږي چې کوم یې نېت کړي وی · دا حدیث مو پۀ دی پوه کوی چې دهر کار په کولو کې باید زمونږ غوښتنې زمونږ له فکرونو سره تل جوړې وي ،او که دفکر او غوشتنو ترمنځ خلاء وی هغه کار نه ترسره کېدلي شي او نه دسمون په لور ځي. زمونږ پۀ ټولنه کې اکثریت خلک برخلیک له چانس یا تصادف څخه جوړوي، چې دا یوه غټه غلطي ده، برخلیک چانس نه ده، بلکې برخلیک زمونږ انتخاب یا خوښوونه ده چې مونږ یې باید دفکر نظر او عمل په ګډ تصمیم سره ټاکو! که وغواړو چې تل یو هدفمند ژوند جوړ کړو، داباید ومنو چې غوښتنې فکر، نظر او عمل په یوه همغږې سره وتړو، او که بیاهم ووایو چې خوښوو یې نه، خو کوو یې، دابه موله خپل ژوند سره ستره جفاء کړي وي، هغه کار چې نه یې خوښوو باید له ځانه یې لري کړو، او په ترڅ کې یې هغه کار وکړو چې هم یې خوښوو او هم یې کوو·
وروستي