د لبنان پوځ اعلان کړی چې د داعش پټنځایونه یې په نښه کړي

د لبنان پوځ اعلان کړی دی چې د یاد هیواد په شمال خیتځ د سوریې سره پر پوله یې د داعش مرکزونه په نښه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د حزب الله شیعه ډلې هم د سوریې له پوځ سره یو ځای د سوریې په خاوره کې دننه د سني ډلو او داعش پر وړاندې وسله وال عملیات پیل کړي دي.
د لبنان پوځ وایي چې دوی د راس بعلبک ښارګوټي ته نېږدې د داعش مرکزونه په توپو او توغندیو ویشتلي دي او د چورلکو بریدونه یې پرې کړي دي.
داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.