
د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته خبرداری ورکړی دی چې د جرمني په راتلونکو ټاکنو کې دې لاسوهنه نه کوي.
رجب طیب اردوغان په استانبول کې د جمعې له لمانځه وروسته په یوه وینا کې له هغو د یو میلیون په شاوخوا کې ترکانو چې په جرمني کې میشت دي غوښتنه وکړه چې د انګلا مرکل عیسوي دموکرات اتحاد، سوسیال دموکرات ګوند او د جرمني زرغون ګوند کاندیدانو ته رایې ورنکړي.
نوموړي وویل چې دا ټول د ترکیې دښمنان دي او ترکان باید دوی ته له رایې ورکولو ډډه وکړي.
خو انګلا مرکل د اردوغان خبرې رد کړي دي او ویلي یې دي چې هیچاته به اجازه ورنکړي چې د جرمني په ټاکنو کې مداخله وکړي، نوموړې ویلي دي چې د هرچا رایه خپلواکه ده او د دوی په اراده پورې اړه لري.
د جرمني او ترکیې ټینګې دوستانه اړیکې هغه وخت خړې پړې شوې چې په ترکیه کې تېر کال پر ولسمشر اردوغان ناکامه کودتا تر سره شوه او له امله یې ۲۲ جرمني اتباع هم ونیول شول.