هسپانوي پولیس وایي د بارسلونا له پېښې وروسته یې د ورته بلې پېښې مخه نیولې

د هسپانیې پولیسو خبر ورکړی دی چې د یاد هیواد بارسلونا کې له برید وروسته یې هلته د بلې حملې مخه نیولې ده.
پولیس وایي چې د هسپانیې په سویلي ښاګوټي کامبرلیس کې یې د بارسلونا له پېښې وروسته ۴ تنه وژلي دي چې غوښتل یې پر خلکو وژونکی برید تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون یوه موټر چلوونکي د بارسلونا په راس لمباس سیمه کې چې له سیلانیانو ډکه وي پر خلکو موټر خیږولی دی چې له امله یې ۱۳ تنه وژل شوی او له ۸۰ زیات ټپیان دي.
له پېښې وروسته موټر چلوونکی تښتیدلی دی خو پولیسو یې پر تور یو هسپانوی او بل مراکشی وګړی نیولي دي.
هسپانوي چارواکي وایي چې وژل شوي کسان د ۱۸هیوادونو اتباع دي چې زیاتره یې اروپایان دي.
امنیتي ځواکونه وایي چې نوموړې پېښې له بلې هغې چاودنې سره هم تړاو درلود چې په الکانر ښار کې په یوه کور کې تر سره شوه چې یو تن پکې مړ شو او بل ټپي شوی دی. ویل کیږي چې دواړو زیانمنو چاودیدونکي توکي جوړول.
په بارسلونا کې د پېښې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخسیتی دی.