روسیې او چین له امریکا غوښتنه کړې تر څو په شمالي کوریا له پوځي برید ډډه وکړي

روسیې او چین هیوادونو پر یو وخت د رسمي بیانونو په خپرولو له امریکا غوښتنه کړې ده چې د شمالي کوریا پر وړاندې دې پوځي اقدام نه کوي.
په بیانونو کې راغلي چې دواړه هیوادونه باید یو بل ته د جګړې له ګواښونو لاس په سر شي ځکه کیدای شي یاد ګواښونه داسې مرحلې ته ورسیږي چې بېرته ګرځیدل به بیا ترې غیر ممکن وي.
مسکو او بیجنګ وروسته له هغې داسې غبرګون ښیي چې د امریکا پوځي چارواکو په دې وروستیو کې یو ځل بیا څرګنده کړې ده چې د پوځي اقداماتو لپاره پوره تیاری لري.
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر جیمز مټیس ویلي دي چې که شمالي کوریا د جګړې لاره خپله کړي د امریکا له توندو پوځي اقداماتو سره به مخ شي.