سپینه ماڼۍ وایلي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ښاغلی ډونالډ ټرمپ سبا د جمعې په ورځ په کمپ ډیوېډ کې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ خبرې کوي
کمپ ډيويډ د امریکا د ولسمشر یو ګوښه ځای دی؛ نوموړی به هلته له خپلو د ملي امنيت له سلاکارانو سره ګوري او پر نوې ستراتیژۍ به خبرې کوي.
د امریکايي خبري رسنیو له مخې، په دې اړه به سبا خبري کېږي، چې ولې امریکایي ځواکونو دغه جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده ده، نه ده ګټلې؟
په افغانستان کې امریکایي قوماندانانو وایي، چې د متحدو ایالتونو او ناټو د کلونو ملاتړ سره ـ سره په روانه جګړه کې یو دریدلی حالت رامنځ ته شوی دی.
بل خوا طالبانو هم په روانه اوونۍ کې ټرمپ ته په یوه استولي سرخلاصي لیک کې، له هغه غوښتي دي چې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي ځکه د دغو ځواکونو د حضور دوام دغه جګړه لا اوږدوي او هم د سولې مخه نیسي.
تیره اونۍ د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس وویل، چې افغانستان ته د نورو سرتیرو د استولو په ګډون له امنیتي قراردادونو څخه کار اخېستلو خبرې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې متېس ویلي چې ټول انتخابونه د ولسمشر د میز پر سر دي او اوس باید هغه پریکړه وکړي.
وروستي