په نړۍ کې د مایکروسافټ شرکت مشر ښاغلی بېل ګېټس له ۲۰۰۰میلادي کال راپدېخوا خیریه ټولنو ته تر ټولو ډېرې پیسې، چې شاوخوا څلور میلیارد او شپږه سوه میلیون ډالره ګڼل شوي دي ورکوي.
ښاغلی بېل ګېټس په نړۍ کې له ډېرو شمتنو یو دی، چې هغه پخوا هم د مایکروسافټ شرکت کابو ۶۴ میلیون ډالر برخه خیریه چارو ته ورکړې ده.
له ۱۹۹۴میلادي کال راپدیخوا ګېټس او د هغه مېرمنې میلینډا کابو پنځه دېرش میلیارده ډالر خیرات کړي دي.
ویل شويو چې دا د بېل ګېټس د ټولنې شمتني یوازې پنځه سلنه برخه جوړوي خو د هغې ټولنې ټوله شتمني نهه اتیا میلیارد او نهه سوه میلیون امریکايي ډالر ښودل شوې ده.
وایي، چې ګېټس اوسمهال د خپل مایکروسافټ شرکت له لسو برخو یوازې یو اعشاریه درې برخې ونډه لري.
په داسې حال کې چې هغه په ۱۹۹۹میلادي کال کې د ۱۶ میلیارد ډالرو په ارزښت خپله ونډه خیرات کړې وه.
بل خوا د ډېل کمپیوټري شرکت بنسټګر میشیل ډیل او د هغه مېرمن سوزان په خیریه چارو کې د مرستې له خوا په نړۍ کې درېیم مقام لري.
وروستي