د پاکستان بهرنیو چارو مرستیالې له ولسمشر غني سره هم ولیدل

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان بهرنیو چارو مرستیالې اغلې تهمینه جنجوعه سره په کتنه کې د افغانستان پر امنیتي اندیښنو بحث کړی دی.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له اغلې تهمنیه غوښتي، چې دغه اندیښنې د خپل حکومت له مشرتابه سره شریکې کړي.
همدا راز په خبر پاڼه کې راځي، چې غني له تهمینه جنجوعه غوښتي دي؛ ترڅو دوی د لندن غونډې له ژمنو سره سم په هڅه کې او عملي کار وکړي
څه مهال مخکې په لندن کې ولسمشر غني او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر خپل پاکستاني سره کتلي او پاکستاني لوري ژمنه کړې وه، چې پاکستان به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ عملي ګامونه پورته کړي.
همدارنګه ولسمشر غني له میرمن جنجوعه سره په لیدنه کې، د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې د راکټي بریدونو په اړه هم خپله اندښنه شریکه کړې.
لا تر اوسه پورې، کابل ته د تهمینه جنجوعه د سفر د هدف په اړه څه نه دي ویل شوي خو د یادولو وړ ده، چې تیره ورځ اغلې تهمنیه له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم ولیدل.