په شمالي کوریا کې دولتي خبري رسنیو ویليو چې ولسمشر کیم جونګ اون ته د پوځ له خوا د امریکا ګوام ټاپو ته څېرمه د توغندیو توغولو په تړاو پلان استولی شوی دی.
رسنۍ وايي، چې کیم جونګ اون مخکې له دې چې پرېکړه وکړي، هغه له ډېر وخت راهیسې د امریکا کړنې څاري.
بل خوا د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس بیا خبر ورکړی، چې که شمالي کوریا پر امریکا توغندی وتوغوي، نو ښايي وضعیت جګړې ورسېږي.
شمالي کوریا پوځ تېره اونۍ اعلان کړی و، چې د امریکا ګوام ټاپو ته د څلورو توغندیو توغولو وخت نژدې شوی؛ مګر ویل کېږي، چې پوځ یې د ولسمشر وروستۍ پریکړه ته انتظار دی.
دې خبر ولسمشر ټرمپ په غصه کړی دی؛ ویل یې دي، چې شمالي کوریا به داسې اور او غوسه وویني چې په نړۍ کې یې ساری ونه لیدلی شي.
دا په داسې حال کې دی، چې په تېره میاشت کې ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا د توغندیزو ازموینو او پوځي ګواښونو له کبله، یو شمیر بندیزونه ولګول.
وروستي