د هند صدراعظم له د هند دخلګو نه وغوښتل چې یو هوسا او متحد هېواد جوړ کړي او ژمنه وکړي چې فساد به له منځه وړي او ښه حکومتداري به رامنځته کوي.
نریندرا مودي دا څرګندونې نن له بریتانيې څخه د هند د خپلواکۍ د اویایمې کالیزې د لمانځلو په غونډه کې وکړې.
مودي چې د نوي ډیلي په لعل قلعه کې يې د ۱۷ پیړی په یوې پوځي اډه کې جوړ شوېو مراسمو ته وینا کوله پر هندیانو غږ وکړ چې ناهیلي او ستونزې تر شا پریږدي او د ډاډ او اعتماد پر لور حرکت وکړي.
د هند صدراعظم وویل، هېواد يې د هر ډول ګواښ پر وړاندې د مقابلې لپاره کافي ځواک لري.
وروستي