
په افغان پلازمینې کابل کې د امنیتي اندیښنو له ډېریدو سره، حکومت د ښار د امنیتي پلان طرحه نن اعلان کړه.
د چارواکو په وینا په دغه طرحه کې لومړی د ډيپلوماتیکو سیمو شاوخوا امنیتي پوستې اچول کېږي او ورته پر تګ راتګ به نور محدودیتونه هم لګول کېږي . وروسته به د غه ترتیبات د ښار او نورو برخو او بیا ولسوالیو او شاوخوا ولایتونه رغځول کيږي.
په کابل ښار کې د غبرګولي میاشتې د دولسمې نیټې تر خونړي برید وروسته چې لسګونه کسان پکې ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول، افغان چارواکي اړ شول چې د امنیت ټینګولو په موخه یوه نوې طرحه جوړه کړي.
سیمو ته د خدمت دپاره ورځي یوازې له یوې لارې تر کنټرول وروسته دغې سیمې ته ننوتلی شي.
د کابل والي حامد اکرم وايي د کابل د امنیتي پلان په طرحه کې تر ډيپلوماتیکو سیمو وروسته ټول ښار او بیا ولسوالۍ او شاوخوا ولایتونه هم په پام کې نیول شوې دي.
په کابل ښار کې لا له وړاندې امنیتي تدابیر ډېر پراخ دي، ډېری لارې د عامو خلکو په وړاندې تړل شوې دي، د ښار پر واټونو زیاتیدونکې ټرافیکي ګڼه ګوڼه ځینې وخت د نه زغم وړ کچې ته رسيږي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زی وايي له امنیتي ادارو سره په ګډ کار به تر خپله وسه هڅه وکړي ترڅو په ښار کې ترانسپورتي چارې منظمې شي.
کابل ښاروالۍ د امنیتي پروګرامونو د ملاتړ د پاره او کابل ښاریانو ته د امن رامینځته کولو په موخه یو لړ ملاتړې چارې په پام کې لري. دغه چارې به په مستقیم ډول د کابل له امنیت سره مرسته وکړي. په دغو چارو کې د ترافیکو چارو سمبالول، په کابل ښار کې د لارو او سړکونو جوړول، د میترو بس په ګډون د ښاري ترانسپورت رامینځته کول او د پتو یا آدرس موندلو چارې شاملې دي.
ولسمشر غني د افغانستان کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او ملي امنیت ریاست د دغې طرحې د جوړولو امر کړی وو.
د کابل د امینه قومندانۍ سرپرست جنرال سالم احساس وايي اوس دا طرحه بشپړه شوې او عملي کول پیل شوي دي. ښاغلی احساس وايي په دِې طرحه کې د ډیپلوماتیکو سیمو امنیت په لومړیتوب کې دی:
دغه سیمې د اوس لپاره تثبیت شوې دي، او شاوخوا یې زموږ د پولیسو شپږ ویشت د تالاشۍ پوستې په دندو ګمارل شوې دي. دغه راز د موټرو د ننوتو د مخنیوي په موخه په ۲۷ برخو کې خنډونه جوړ شوي دي. هغه باروړونکې لارۍ چې ډيپلوماتیکو