کندهار کې په ۱۰۰۰ بې وزلو کورنیو شېدې لرونکې غواګانې ویشل شوي.

کندهار کې په ۱۰۰۰ بې وزلو کورنیو شېدې لرونکې غواګانې ویشل شوي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ رئیس سید حفیظ الله سیدي رسنیو ته وویل چې د دغې پروژې هدف دا دی چې حیواني محصولاتو ته بازار موندنه وکړي او د بې وزلو کورنیو اقتصاد ور سره وغوړېږي.
د دغې پروژې لګښت نړیوال بانک ورکوي او د ودان موسسې په همکارۍ، د کندهار د مرکز په ګډون په بولدک او ډنډ ولسوالیو کې عملي کېږي.