د امریکا پوځ وايي۲ سرتیري یې د عراق په شمال کې يې وژل شوي.

د امریکا پوځ وايي، د عراق په شمال کې پرون د دوی دوه سرتیري وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.
پوځ وايي، دا سرتیري له دښمن سره په مخامخ تماس کې نه دي وژل شوي خو په دې اړه يې نور جزئیات نه دي ورکړي.
د اعماق ویب پاڼې چې داعش ډلې پورې اړوند خبرونه نشروي ویلي چې د دې ډلې په یوه راکټي برید کې امریکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه په عراق کې ۱۱ امریکايي سرتیري وژل شوي دي.