مټیس وایي شاید د افغانستان جګړه خصوصي کمپنۍ ته وسپارل شي

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس پرون ماښام خبریالانو ته ویلي دي چې شاید د افغانستان جګړه د بلک واټر خصوصي جګړه مارې کمپنۍ ته وسپارل شي.
نوموړی چې له رکس ټیلرسن بهرنیو چارو وزیر او مک ماسټر ملي امنیت سلاکار سره یو ځای څو میاشتې کیږي د افغانستان لپاره د امریکایي ستراتيژۍ په جوړولو بوخت دی ویلي دي چې دا یو نظر دی او تر څنګ یې نورې نظریې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو نیولې د نورو ځواکونو تر لېږلو پورې په پام کې شته چې تر اوسه په دې اړه کوم تصمیم نه دی نیول شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د بلک واټر کمپنۍ مشر ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ باید نوموړی سپینې ماڼۍ ته وروغواړي او که دا کار ونکړي نو دی به حیران شي.