بلوچستان کې چاودنې ۶ ملیشه سرتېري وژلي

بلوچستان کې د پاکستاني ملیشه وسله والو پر یوه موټر د بمي چاودنې له امله ۶ تنه ملیشه وژل شوي او ۲ نور هم ټپیان شوي دي.
په کویټه کې د ملیشه وسله والو ویاند ویلي دي چې په یاده چاودنه کې د وسله والو موټر په بشپړ ډول له مینځه تللی دی.
یاده چادونه په داسې حال کې رامینځته شوه چې د پاکستان په ځینو ښارونو کې د انګریزانو له خوا د یاد هیواد جوړیدو کلیزه لمانځل کیده.
د یادونې وړ ده چې له یادې کلیزې دوه ورځې مخکې د هغې پېښې کلیزه هم وه چې د پاکستان له تاسیس وروسته د پښتونخوا په بابړه کې د لاریون پر مهال ګڼ شمېر بې وسلې پښتانه د پاکستاني پوځیانو له خوا په شهادت ورسیدل.