
د امریکا نظامي سرچینو خبر ورکړی دی چې د دوهم ځل لپاره یوه ایراني ډرون الوتکه چې قم۱ نومیږي د فارس خلیج په نړیوالو اوبو کې د امریکا یوې نظامي بېړۍ ته په غیر حرفه یي ډول نېږدې شوې ده.
له بلې خوا څو ورځې مخکې هم ورته بې پېلوټه الوتکه یوې امریکایي جټ الوتکې ته د ۳۰ مترو په فاصله نېږدې شوې وه چې په غبرګون کې یې امریکایي الوتکې خپله فاصله ۶۱ متره کړې وه.
امریکايي نظامیانو د ایران پر یاده کړنه توندې نیوکې کړې دي.
د ایران دولت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.