که  امریکا  د دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو ته زيان ورسوي چین به ګامونه واخلي

د امریکا ولسمشر ښاغلي ډونالډ ټرمپ امر کړی دی، چې د چین په هکله، پر کوم چې امریکا د تیکنالوژۍ د انتقال او پټولو شک لري، خپلې څېړنې او تفتیش پیل کړي.
په هغه خبر پاڼه کې چې د Reuters خبري اژانس خپره کړې ده راغلي دي، چې که امریکا د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو ته زیان ورسوي، نو چین به یې پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
څه موده وړاندې داسې ګنګوسې روانې وې، چې امریکا چین د ټکنالوژۍ په پټولو تورن کړی دی او په دې هکله غواړي خپلې پلټنې پیل کړي، چې په پایله کې به یې له چین څخه امریکا ته د مالونو د وارداتو محصول  د زياتوالي سبب وګرځي.