وړانګين مړوند

پر دښته د اميد مو كوږ كږنګ را ولويدو
دامن په پسته لـــــمن كې جنګ راولويدو
د خولې د هر پوكي نه يې خنجر د اجل ځغلي
د كور انګړ ته دا رنګې بدرنګ را ولــــــويدو
د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس
په څلــــــي د ايرو يــــــو بنګــــړى شرنګ را ولـــويدو
دا چا رانه پستو كې غوندې تور په ولجه يو وړو ؟
په لپو د لـــــــيمو مې سپينچك رنګ را ولـــويدو
ګلدان ته مې د زړه د سيلۍ غېږي نه يو بوټى
جـــــلانه كشمالى دې او كــــــه بنګ راولويدو ؟
سيدجيلاني جلان