
حامد خان کرزي خو ډيره موده په غير قانوني توګه د افغانستان پر يو مهم پوست داسې شخص په شين زور وساتلو چې حتې د افغانستان له نوم سره جوړ نه و ،هغه شخص چې تل د نورو ګټو ته ژمن پاتې شوی اوس په امنيتي چارو کې د ولسمشر سلا کار ټاکل شوی . که څه هم په لومړي سر کې د کرزي زړه وه چې په يونه يوه بهانه همدغه منفور شخص چې ولسې جرګې هم رد کړی و، د دوهم ځل لپاره په همدې چوکۍ يعنې د بهرنيو چارو د وزير په توګه معرفي کړي ، خو دا ځل به يې زور نه وي رسيدلی ، خ داسې ښکاري چې کرزي قسم خوړلی چې تل به هغه څوک په څوکيو ګماري چې خاين وي ، جنګسالار وي او يا هم د نورو اجير وي . که څه هم دا ځل د نوموړي د بهرينو چارو وزارت يو ښه سړی ټاکلی ، دچا په کار کې کار نه لري ، هيڅ خبرې نه کوي ، اوس له خلکو سره ويره پيدا شوې چې ايادا ګونګی که څنګه ؟ داسې ويل کيږي چې محترم زلمی رسول په لويديځ کې په يو انجلۍ مين و ، معشوقې يې ورباندې دا شرط ايښی و ، چې هله به ورسره واده کوي چې د بهرنيو چارو وزير شي ، نوموړي له همغه وخته هڅې پيل کړې وې او د ژوند تر ټولو ستر ارمان يې هم همدا و ، که څه هم نوموړي خپله مينه له لاسه ورکړه ، خو دغه چوکۍ ته يې ځان ورساوه ، کله چې نوموړی په امنيت شورا کې وه د ده له خولې چا نه دملت په ګټه او نه يې په تاوان کومه خبره اوريدلې ، نوموړی له ځان سره ډيره ښه فارموله لري وايې : چې په زړه کې ډير ښه پوهيږي خو خلکو ته يې ځکه نه وايې چې کومه ګټه نه لري ، که څه هم د نوموړي دا منطق په زړه پورې دې ، خو که په امنيت شورا کې نوموړی نه غږيده ، خو بهانه يې جوړه وه ، چې پوست يې اجازه نه ورکوي چې له مطبوعاتو سره ډيرې خبرې وکړي ، اوس چې دافغانستان د بهرنيو چارو وزير دی ، نو اوس خو بايد غږيدلی ، دومره موده وشوه چې نوموړی دغه پوست ته راغلی ، خو چا يې له خولې څه نه دي اوريدلي ، د بهرنيو چارو وزارت ته يو داسې ژبه ور او وړ کس په کار و ، چې د شمال د ټل والې د روغجن وياند ډاکټر عبد الله عبدالله په وخت کې له پنجشيرانو ډک شوی وزارت يې يو څه ملي کړی واي خو کرزای والله که داسې کار وکړي چې افغان او په ځانګړې توګه پښتون پرې ښاد شي . که څه هم نوموړی پښتون دی خو په پښتو ډير نه پوهيږي ، خو که هر څه وي له هاغه پخواني محترم خو ډير ښه دی ، چې خپلو بچيو ته يې ويلي و ،چې که په افغانستان کې کار ونه کړي نو المان به ورڅخه تابعيت واخلي .