
د مدیترانې سمندرګي پر غاړه پر بې پولو ډاکټرانو سربېره دوو نورو مرستندویه ټولنو هم په لیبیا کې له کډوالو سره د مرستې پریکون اعلان کړی دی.
د ماشومانو سره د مرستې یوې موسسې یا سیو دي چیلډرن او د سمندر سترګې په نامه جرمنۍ مرستندویه موسسې هم په لیبیا کې خپل فعالیت درولی دی.
دوی ویلي دي چې د لیبیایي چارواکو له دښمنۍ ډک چلند له امله اړ شوي دي خپل بشري فعالیتونه هلته ودروي.
اوسمهال د مدیترانې سمندرګي څخه د لیبیا په لور د کډوالو بېرته ګرځولو ماموریت د ایټالیایي او لیبیایي سمندري ځواکونو پرغاړه دی.