
د هند په شمال کې د سختو بارانونو او ځمکښویېدنې له امله خلکو ته دروند ځاني زیان اوښتی دی.
ویل کیږي چې په سیمه کې په یوه لوړه کې له خلکو پر ډکو بسونو غونډۍ راښویېدلې چې بسونه یې لاندې درې ته غورځولي دي چې سپاره کسان پکې وژل شوي دي.
یاد بسونه ۸۰۰ متره ژورې کندې ته لویدلي دي چې یو یې هم بشپړ د خاورو لاندې دی.
د ژغورنې ټیمونو ۴۵ مړي له خاورو راویستلي دي او د نورو خاورو لاندې کسانو پلټنه لا هم روانه ده.