
امریکا امنیتي چارواکي وایي له شمالي کوریا سره جګړه نږدې نه ده خو دوی زیاتوي چې د تېرې لسیزې په نسبت یې امکان زیات دی.
د امریکا استخباراتو ادارې یا سي آی آې مشر مایک پرومبې او ملي امنیت سلاکار ایچ آر مک ماسټر له یو شمېر رسنیو سره په مرکو کې ویلي دي چې کیدای شي د شمالي کوریا او امریکا تر مینځ نښته پېښه نشي خو دوی د ډونالډ ټرمپ له توندو خبرو څخه ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چې د شمالي کوریا د میزایلو د تولید په قضیه کې چې امریکا ګواشي بې تفاوته نشي پاتې کیدلی.
له بلې خوا د امریکا د پوځ ستر درستېز د لرې ختیځ هیوادونو ته سفر کړی دی او په پام کې ده چې د چین، جاپان او جنوبي کوریا له چارواکو سره کتنه وکړي.