
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په امریکا غږ وکړ، چې په افغانستان کې دې پوځي کمپاین ودروي.
د روسیې ولسمشر د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ضمير کابلوف وايي چې د امریکې حکومت باید له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو او د ناکام پوځي کمپاین د ختمولو پریکړه وکړي. هغه وویل: «موږ تر اوسه هیڅکله هم په امریکا غږ نه وو کړی، چې خپل پوځي کمپاین ودروي او خپل عسکر له دغه هېواد نه وباسي، خو لکه څنګه چې ټولو ته مالومه ده، په افغانستان کې د امریکا دغه راوانه جګړه د دوۍ پلان شوی کار دی او پوځي کمپاین یې ناکام دی، نو ښه به دا وي چې له افغانستان نه خپل عسکر وباسي».
نوموړي دا هم زیاته کړه، چې روسیه د امریکاي پوځ په شخصي پوځ او سرتیرو بدلولو سره هم مخالف دي.