ایران کې د نشه یی توکو ځینو مشخصو سپکو جرمونو د اعدام سزا پای ته رسیدلې

د ایران پارلمان هغه طرحه ومنله چې له مخې به یې د نشه یي توکو ځینو مشخصو جرمونو لپاره د اعدام سزا پای ته ورسول شي.
د یاد هیواد پارلمان له یوې میاشتې راهیسې په دې اړه بحثونه کول او اوسمهال باید یاده پریکړه د پارلمان نګهبان شورا او ولسمشر تایید کړي.
د یادې پریکړې په عملي کولو سره به په ایران کې زرګونه زندانیان له اعدام څخه وژغورل شي.
له بلې خوا د نشه یي توکو په قضیو کې د تښتونو، د ۵۰ کیلوګرامه نشه یی توکو او یا ۵کیلو ګرامه هیرویینو درلودونکو ته به لا هم د اعدام سزا پر ځای وي.